يو مې ناز بل جفا ځوروي

يو مې ناز بل جفا ځوروي
رنګ په رنګ مې اشـنا ځوروي
خيال او هوس رانه ياغي دي دواړه
شوخ نظر مې نن بيا ځوروي
خلك به د هـجر كړاوونه ژاړي
ما خو كړس كړس خندا ځوروي
په مينه مينه راته مه ګوره نور
بيا مې دا تماش ځوروي
سیـلابه بيا څه لیونى غوندې شوې
چې تـش خيال دې د چا ځوروي

كابل، جمال مېنه_
26/11/1339