تپوس له راشه

تپوس له راشه ياره، لوند مې ګریوان دى
ستا يو نظر مې اشنا، په زړه ارمان دى
لكه مجنون لیونى خوښ په صحرا يم
مينه مې پټه نه شوه دادى رسوا يم
چې مې خوړلى په زړه، داغ د هجران دى
دا ستا تصوير چې كوم دم سترګو ته راشي
د زړه حرم مې په غم تالا والا شي
سوځم كړېږم ياره، سخت مې ګذران دى
ستا دې قسم وي يو ځل، تپوس له راشه
د زړګي سره بس دى، راځه پخلا شه
بيا مې په مخ د اوښكو، رود را روان دى
د شوخو سترګو په خيال، لیونى كېږم
پوه شوم له دې مرضه، مرم نه رغېږم
د مينې ژوند سیلابه! له هر څه ګران دى
ستا يو نظر مې اشنا په زړه ارمان دى

كابل، جمال مېنه_ 21/11/1339