د مينې راز

د مينې راز مې كړو رسوا سترګو
خوب رانه وړى د اشـنا سترګو
فلسفې پرې مې ده چې وژاړمه
په ما حرامه كړه خندا سترګو
زړګيه څنګه مرور غوندې يې
بيا ځورولى يې د چا سترګو
چې دې په سترګو پسی سترګې وړلې
اخر اخته كړې په بلا سترګو
سترګې رامخ كړه ياره سترګو ته مې
ډېر پسخولى يم دا ستا سترګو
چې ورسره سترګه په سـترګه شومه
سیلابه وويشتم رسا سترګو

كابل، شېرشاه مېنه_ 19/ دلو/1339