پرېشانې زلفې

بيا دې زلفې پرېشانې دي
نازولې وايه خـير دې وي
چې دې اوښكې را روانې دي
نازولې وايه خيـر دې وي
چې دې بيا سلګۍ بی واره دي
زر شـه وايه ګرانې چل څه دى؟
ستا سلګۍ هم ماته ګرانې دي
نازولې وايه خير دې وي
د لېمو نه دې قربان شمه
د چا خيال پكې غړېږي بيا
پاریدلې ارزوګانې دي
نازولې وايه خير دې وي
ستا د يو نظر كتو سره
لیونى او سپېلنى شومه
سترګې ستا خوا ته حيرانې دي
نازولې وايه خير دې وي
د سیلاب د زړه ارام ته يې
چې خبره يې كه نه يې ته
سترګې يې تا باندې روښـانې دي
نازولې وايه خـير دې وي

كابل، شېرشاه مېنه_ 11/10/1339