ګرانه اشنا

مينې دې وسوم تپوس له راشه يو ځل
ګرانه اشنا ياره زما
مينه كې ګرځم لكه مجنون لیونى
د عشق سكروټو باندې شوم لكه وريت سپېلنى
حال مې بدلېږي په دم قدم كې ياره
ځار دې له سترګو شمه تپوس له راشه
اى ماه جبينه لږ مې درد ته دوا شه
اى نازنينه لږ رحم وكړه په ما
د سترګو توره راشه سوځم كړېږمه تل
د بیلتانه لمبو كې، سوځم ژړېږمه تل
مرم نه رغېږم ارزو لرم د وفا
شور مې د مينې خپور شو په ټول جهان كې
دا باقي ژوند غواړمه خوا د جانان كې
پریده سیلابه! چې شم د مينې رسوا
ګرانه اشنا ياره زما

كابل راديو_