فداكاري ښه ده

تنگ نه شې زړگيه محبت كې ناچاري ښه ده
وگوره قانون د عـشق خوبانو ته زاري ښه ده
رنگ د مينې لا پخېږي تاو د انتظار سره
زده كړه جگې جگې د اشنا كلانكاري ښه ده
كاشكې شې رسوا د محبت د لیونتوب په نوم
تا لره د عشق د لیونيانو سالاري ښه ده
پام كوه ناصحه محبت كې نصـيحت څه وي
پرېده چې ناسور شي دا د مينې بيماري ښه ده
خوښ اوسه سېـلابه! كه دې څاڅي له زړه وينې هم
پاكه پښتنه مينه كې تل فداكاري ښه ده
كابل_ 9/ جدي/1338