د وفا تعليم

اى زړه لیونيه بيا چا پـسی ژړا كوې
بيا درته يادېږي څه، بيا د څه سودا كوې
بيا دې د خيالونو ټال كوم خوا اچولى دى
بيا د چا په زلفو پروت چيغې واوېلا كوې
ډېر دې دردولى زه ډېر دې كړولى يم
اى د لیونو مشره بيا ارمان د چا كوې
پاكې پښـتنې مينې كړې په يو نظر ستي
اى حساس بيداره زړه ځكه لا حيا كوې
واخله د وفا تعليم مينه كې سیلابه ته
يار كه سل جفا كوي هم به ته وفا كوې
كابل، ولي كارته،
د چار شنبی د شپې 11 بجې
پس له تړون نه_ 1/ جدي/1338