ميخانه
چې په زړه مې د عشق نارشو را شريك
خاص جنون مې په افكار شو را شريك
زړه مې و چاوده له ډېرې وسوسې نه
چې اغيار مې په ديار شو را شريك
تخيل كې مې رنګينې افسانې وې
چې دغم په شپه سحار شو را شريك
دستي مست او لېونى شومه عالمه
د وصال په شپه چې يار شو را شريك
زه د مينې په زانګو كې پروت نيشه وم
په خندا خندا نګار شو را شريك
زه ويده وم د مستانو ميخانه كې
چې دلبر مې مست خمار شو را شريك
د وصال بازار مې واړه معطر شو
چې د زلفو پرې يو تار شو را شريك
تصور پوړۍ مې واړه زر زرې شوې
چې كوم دم نازك رفتار شو را شريك
د زړه باغ باندې مې نوې بهار راغى
په ګلزار د زړه ماليار شو را شريك
خاوره بوټى كه غوټۍ نيالګى زرغون شو
چې پرې يار شيرين ګفتار شو را شريك
"سېلاب" وايي نوى روح را كې پيداشوه
چې اشنا مې په سينګار شو را شريك