مجبور كړمه مينې

بس دى بـس دى ياره رنځور كړمه مينې
رنـځور كړمه ميـنې
مجبور كړمه مينې
سـوز يم د مينې د يار دردولى
په بيلتانه كې يم تل غـم ځپلى
تل غم ځپلى ترور كړمه مينې
مجبور كړمه ميـنې
برخه مې هجر د چا له ازاره
شپه ورځ كړېږمه خداياو نگاره
خداياو نگاره ناسور كړمه مينې
مجبور كړمه مينې
سترگې مې وچې شـوې ډېر انتظار كې
خيال كې زنگېږم د زلفو په دار كې
زلفو په دار كې منصور كړمه مينې
مجبور كړمه مينې
څومره چې تنگ شـوم د عشق له عذابه
هومره د ژوند په خوند پوه شوم سیلابه!
پوه شوم سیلابه منظور كړمه مينې
كابل، 4 كارته_
27/ ميزان/1338