رسا نښه

وايه په لاس كې دې د چا نښه ده
كه د زخمي زړه د دوا نښه ده
د ارمانجن اميد دا سوې كوكې
د پټې مينې د سودا نـښه ده
په اننگو دې تړمې تړمې اوښكې
دا لا د عشق د ابتدا نښه ده
د بیلتانه په شوگيرو كې اشنا
هره سلگې دې د وفا نښه ده
ترخې خبرې دې قيـامت جوړوي
خو شوخ نظر دې د سـلا نښه ده
دا چې په وصل كې كوكارې وهې
عاشقه دا دې د ريا نښه ده
د ناز نظر دې قلندر كړمه زه
ستا استغنا بس د حيا نښه ده
دا چې اوچت كتلى نه شې راته
سیلابه! دا د عشق رسا نښه ده
كابل، ولي كارته_17/ سلنبه/