نازولې ارزو

ناڅاپه خوا له شا ليلا راغله
د نازه ډكه په خندا راغله
سالو نيم كښه د مستۍ په انداز
په هسكه غاړه بی پروا راغله
ما وې چې نن يې څه نېشه كړې ده
له خوبه ډكې سترگې بيا راغله
د نازولو ارزوگانو سره
په دلاسا په تماشا راغله
اوتره شوخه د هوسی په سـيالۍ
د مشغولا ځاى ته په غلا راغله
د مړاوي روح د تازگۍ په غـرض
په مينه مينه مسيحا راغله
چې د نظر ليندې وروغځېدې
سترگې مې ډكې شوې حيـا راغله
چې د بیلتون كيسه په زړه شوه راته
اوښكې رامخكې شوې ژړا راغله
ما وې لوگى شم د نظره نه شې
دې وې بس دې ته مې سلا راغله
دلته زړې توبی رايادې شولې
چې د پـيالې دوره په ما راغله
د زلفو شپه چې شوه خوره سېلابه!
مخې ته سترگه د سبا راغله
كابل، 4 كارته_ 12/ اسد/1338