په څه شان دې وسـتايم
حيران يم ننګرهار په څه شان دې وستـايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دې وستايم
باغونه د مالټو د سنترو د ليموګانو
ګلونه د نرګس او د شبود نارنجانو
څهري د ښاپيرو د نازنـينو د خوبانو
همت ننګ او غيرت مينـه الفت دې د ځوانانو
پيرزو د طبيعت كه د دهقان دى وستـايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دې وستايم
شپونكي چه دې خيبر كې دشپيلۍ په غږيدو شي
هوسۍ د ښكار غلى ورته له ورا په ګډيدو شي
له كونډ له ايله ځي نه چه نسيـیـم په خوريدو شي
ارزښت د چين د مشكو هغه دم په كميدو شي
دمينې د ښكلا رنګين جهان دې وستايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دې وسـتايم
چه بوټى د نښترو په كونړ كۍ به تاتا شي
ورورې عزيزولي ورته له سپين غره په موسكا شي
سيندونه په موجونو په زوږا او په نڅا شي
تنزري تاروګان ورسره سم ګډ په ګډا شي
دا غرونه دارغونه دا مرغان ىي وستايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان د وستايم
سپرلي كې دي ښكلا په رنګارنګ بڼه ښګاره شى
ريدى زركى سيـسۍ ته د اتڼ په اشاره شي
باغونه شنه راغونه لوړي ځوړى نظاره شي
ټولګى دورو بغارى نندار چۍ ته ننداره شي
عظمت د روهستان كه نورستان وستايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دې وستـايم
چې چتي رڼاګى د خيد په ټل جوړه ميله كړي
بلبه سـباوون كې په هنر شروع نغمه كړي
رامبيل چمبـيل په عطرو كې نسيم ډوبه وږمه كړي
بورا د نارنج ګول ته زمزمه نوى زونـګه كړي
نغمې عطر پاشي د عشق داستان دى وستايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دى وستايم
چې ګل له پرخى ډكى سترګې واړوي بلبل ته
بلبل د ګل په مينه خولګې پرانزي غزل ته
د ميـنې په نظر چه غلى وګوري يو بل ته
بلبل د خوږى ميـنى په نغمو شروع شي دلـته
دا مينه دا كاته دا غزل خوان دى وستايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دى وستايم
پامير او هندوكش شيدى درك دى د سينـیى دى
دروكى دى تودى د آبشارو نو ترانې دي
پرتې دي جيګدلى كى دلالونو خزانې دي
ليـوال دى د نياوال د زمرودو د دانى دي
طلا كه كاڼې بوټې در مرجان دى وسـیـتايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دى وستايم
خوشحال يم ننګرهاره د نارنج مشاعره ده
په ټوله پښتونخوا دى ډنګيدلى نغاره ده
پيرزو در باندې كړې طبـيعت ډيره كره ده
په مينه دى ليكلي چا قطعه چا سى پاره ده
آرزو لرم چه دغه عاشقان دى وسـتايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دى ينه له بولانه
پكتيا له كندهار وزيرستان ترسيستانه
پامير له غاړو څنـډو د هرات له بري خوانه
ورورۍ ته مو راځي وروڼه له هر سـر د دنيا نه
دا مينه د اوروري د ټول افغان دى وستايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دى وستايم
راغلى ننګرهاره اديبان له هرې خوانه
اورو ژبې شاعران درته له زړه د پښتونخوانه
راوړي يې ډالى د خوږى ميـنې له دنيا نه
چه يو ګل دى داشان لمانځي نور څه غواړي له چانه
داستا په مينه سوي پتنګان دى وسـتايم
ګلونه د نارنج كه نور ګلان دى وستايم
ستاغيږ كې مونږ زړو كې له ريا ځنې خالي ده
چه ژبه مو ژوندۍ شي بس همدا زمونږ سيالي ده
سیلاب غواړم چه دا ملي ارمان دى وسـتايم