خپل اشنا ته د يوې ننگيالې پیغلې پيغام

زلمي روان دي ډلې ډلې جنگ له ځينه ياره
توره ډال راواخله

ځاى د سيالې دى نا
پاڅیږه جانانه

پښتونستان كې غلغلې شوې
په غليمانو زلزلې شوې
زلمي د جنگ ميدان له ځي وهي دانگونه ياره
توره ډال راواخله

ځاى د سيالې دى نا
ځاى د سيالې دى نا
ځاى د سيالې دى نا
پاڅیږه جانانه

د هر زلمي ټوپك تر څنگ دى
وايي غزا ده وخت د ننگ دى
توره ډال راواخله

ځاى د سيالې دى نا
ځاى د سيالې دى نا
پاڅیږه جانانه

صافي، مومند كه اپريدي دي
مومند، شينواري، سالارزي دي
تيرا، خيبر، چترال كې ښوري بيرغونه ياره
توره ډال راواخله

ځاى د سيالې دى نا
ځاى د سيالې دى نا
ځاى د سيالې دى نا
پاڅیږه جانانه

د پښتنو زلميانو وار دى
فخر افغان په انتظار دى
سیلابه څو به جیل كې شپې سبا كوينه ياره
توره ډال راواخله

ځاى د سيالې دى نا
ځاى د سيالې دى نا
ځاى د سيالې دى نا
پاڅیږه جانانه