كيسې

چې پيدا له يوې موره خور و ورور دي
بيا نكاح يې شوه روا په څه شي باندې
شروع كړې مې كيسې درته څلور دي
چې هر بند يې غوڅوي د زړگي مراندې
كومه ورځ چې د مـولى اراده وشوه
انسانانو د پيدا اراده وشـوه
د نعمان په كنده كې مخلوق پيدا شـیو
چې د شا د بابا ادم نه راجلا شـو
ټول په مثل د میږيانو رانما شـو
پاك الله له خوا بيا دا اواز گويا شو
ايا ستاسې رب زه يمه اى مخلوقه
ټولو وويلې بلى زمونږ خالقه
بيا يې دوى ته ورښكاره خير البشر كه
دغه ټولو يې فرمان قبول په سـر كه
پس له هغې په دوى فضل د مولى شـیو
ټول يې بیرته په قدرت باندې فنا شـو
پيغمبر چې بابا اّدم صفي الله شـو
په امت يې بيا پنځوس لمونځه روا شـو
ساز سرود د هغه وخت ځنې پيدا شـیـو
بعضې خلك اّهنگرې باندې لگيا شـو
شه نازل بيا يو كتاب د رب له خوا نه
مشتمل په اوو علومو وو اى ځـوانه!
چې زر كاله عمر تیر د بابا ادم شـو
نور ژوندون يې په فاني بازار كې تم شو
غار د كنز د ابو قيس نوم يې يو غر
شه مدفون پكې تابوت د پيغمبر
په عوض يې شولو شيث عليه السلام
چې يې كړي وو وصيتونه ورته تام
وايه دى چې مړ كیده عالم وو څومره؟
زر شه زر شه راته وايه مور دې ومره
د بیلتون سوې نارې خو كور په كور دي
عالمونه شو د تورو خاورو لاندې
هود ويل شداده ته راوړه ايـمان
شداد وې څه شى به راكي پاك سـبحان
پيغمبر ويل چې خداى به جنت دركي
د جنت صفت يې ټول كه ور عـيان
شداد ويلې چې جنت خو اسـان شى دى
د جنت جوړیده ماته دي اسان
زه په خپله جوړولى شم جنت
په تا نه راوړمه هېڅكله ايمان
نيت يې وكه د جنت د جـوړولو
بيا يې راوغوښته ضحاك بن عـلوان
چې يې څه په قلمرو كې وو اى وروره!
كړه راټول يې وزيران او حـاكمان
ويلې ټولې كړئ نقرې او مرغلرې
دُر گوهر دي او كه مشـك دي كه زعفران
رنگارنگ اجناس چې هر ځاى كې پيدا شو
رسوئ به يې دربار ته دا زمان
دې گمراه د شـام په ځمكه يو باغ جوړ كه
چې الله يې ذكر كړى پـه قران
د غوړو او د شـودو ولې جاري كړې
كړه د شاتو يې لښـتي پكې روان
هلكان او جيـنكې پكې دیره كړل
ويلې دا يې شولې حورې دا غلمان
غرض دادى چې پينځه سوه كلو كې
شه تيار يو بې نظيره گلستان
داسې ښكلى رنگينه بوستان يې جوړ كه
چې قصرونه يې وو لوړ شـیـوي تر اسمان
شداد سور شو د ارم په طرف ځينه
ناڅاپي يې شه غرڅه مخ كې روان
چې ده اس كه په غرڅه پسې ورپونده
تقديري يې يو سـور راغى په جولان
سور ويلې دا جنـت دې څله جوړ كه
نيت دې دادى چې له مرگه خلاص كړې ځان
شداد سـم د واره ولړځید يارانو
ويلې سوره! ته يې څوك وښايه ځان؟
سور ويل ملك الموت يـیـم روح دې اخلم
اوس به خلاص راځنې نه شی په هېڅ شان
شداد ويلې چې پينځه سـوه كلونه
وم په طمعه ما پرې كړى ډیر تاوان
سور ويلې امر نشـته دى شداده
شداد ولویده له اسـه يكامان
په لښكر يې د اسمان نه چيغه وشوه
چې ټول لاړه له دنيا نه بې ايمـٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰـان
شداد څوك وو وايه څه شـولو جنت
اى شاگرده! سـر دې كیده په ميدان
جاهلان خو همیـیشه پراته نسكور دي
جهالت ككرې تل دي اویـزاندې
چې طوفان د نوح بابا شـولو تمام
په دنيا كې پاتې نه شه د چا نام
د كشتۍ نه ماسوا او غير د عاج نه
ژوندى پاتې نه شه څوك په هېڅ مقام
په كشتۍ كې د دنيا له زنده سـرو
نر او ښځه وو موجود د هر يو قام
انسانانو نه څلوېښـت وو كه اتيا وو
كېنولي وو پكې نوح عليه السلام
وو زامن دده څلور خو يو منكر و
چې معروف و په كنعان نـوم يې و يام
هغه وې زه به د غر سر ته شم پورته
نه غرقیږمه په ځان كومه پام
دغه درې چې وو صحي مسلمانان وو
يو يافث و دويم سام درېيم يې حام
غرض دا چې كنعان هم پكې غـرقاب شه
پاتې نه شو څوك خواص وو كه عوام
كشتې راغله د جودي د غره دپاسه
په ورو ورو شوله راښكته په انجـام
د جودي د غره په بېخ يې گذاره شوه
هلته يې ونيوه د خپل ژوند انتـظام
غير له نوح او درې زامنو او درې ښـیـځو
دغه نور بيا همه واړه شوو تمام
وروستني پيغمبران او بادشاهان
دي د سام له اولادې كرام عظام
موجوده چې په دنيا كې څه عـالم دى
يا اولاد دى د يافث يا حام يا سام
چې ثاني بابا ادم ورته وايه شـي
رښـتـيانى او حقيقي دى دا كلام
د شبو رسی خورې مې لور په لور دي
بې غيرته جوابونو كې شوې لاندې
راشه وگوره قدرت د كردگار
ابراهيم ځان د بابل نه كه فرار
لاړه ورسـیده مصر كې مقيم شه
سنان وو په هغه وخت كې شهريار
بيا سُنان د هاجرې په نوم يوه وينځه
كړه بخشـش ساري خاتون ته په يو وار
بيا هغې خـو ابراهيم ته وبښله
اى شاگرده غـوږدې ونيسه قرار
اسـیماعيل عليه السلام ترې رب پيدا كه
بيا بي بي سـارې خاتون كړه دوى فرار
ابراهيم دواړه سـواره كړه زما وروره
و دا خاص قدرت د رب پروردگار
دوى د شام نه د حرم ځمكې ته راوړه
هلته يې ښكته كړه يو ناو كې خوار و زار
نه اوبه وې نـه خواړه نه ابادي وه
دا لا څه كړې چې حرام وو پكې ښـكار
ابراهيم هلته خپل رب ته په زارې شو
خدايه ته يې سر كوونكى د هر كار
شـوه دعا يې په دربار كې مستجابه
مسلمان ته خو همدا دى افتخار
اسـماعيل پوندې په ځمكه ووهلې
د زمزم چينه جاري كړه پاك غفار
بيا مرغانو پرې دورې شروع كړې خلكه
قبيله شوه د جر هم ترې خبردار
د اوبو په طمعه دوى ورپسې راغله
اسماعيل سره مور ناسـته انتظار
بيا غله يې په عـوض د اوبو وركړه
پس له هغې د دوى جوړ شولو روزگار
هغه ځاى ته له هر خـوا نه خلك راغله
په هغه ځاى باندې جوړ شولو لوى ښار
سُنان ولې هاجرې ورته بخشش كړه
اى شاگرده دې جواب كې شوې حصار
اسماعيل او مور يې څو كلن مړه شوي
زر شه زر شه جواب غواړم په تلوار
سیلاب وايي خلاصیدى راځنې نه شې
څو دې نه كړمه له ژوند ځنې بېزار
جوابونه ټول د سـتا په غاړه پور دي
خلاصیدى نه شی كه ژاړې او كه خاندې