صـياد ته

راځه كه راځې نندارو له راځه
اشنا د وصال سـردرو له راځه
رنځور دې كړمه _ مجـبور دې كړمه
نګاره رب لپاره اوس دارو له راځه
ملنګ يمه ستا _ پتنګ يمه سـتا
پوښتنې د ملنګ له دې ميرو له راځه
بندي دې كړمه _ خـوندي دې كړمه
صياده په پوښتنه مې پنجرو له راځـه
ژړیږي سیلاب كړیږي سیلاب
جانانه په خندا مې هديرو له راځـیه

ننګرهار، كامه، ارباپان_ 10/ اسد/1335