مباركي

زیرى راغى چې ګلشن لره ماليار راځي

نن مې يار راځي
نن مې يار راځـي

دا ريبار چې ساه نيولى په تلوار راځي

نن مې يار راځي
نن مې يار راځـي

ارزوګانې اميدونه كړي نڅا نڅا نڅا
چې مې خوا له نازولى شوخ نګار راځي

نن مې يار راځـي
نن مې يار راځي

په بڼو به ورته لاره كړم جارو جارو جارو
د عمرونو مسافر مې په دې لار راځي

نن مې يار راځي
نن مې يار راځي

شوې د مينې په حرم جوړې میلې میلې میلې
غوږ ته شور د ښاپیرو د شرنګهار راځي

نن مې يار ارځي
نن مې يار راځي

مبارك دې شه سیلابه! دا وصال وصال وصال
ستا په سوو ارمانونو بيا بهار راځي

نن مې يار راځـي
نن مې يار راځـي