شعر
راشه اشنا نوي خيالونه راوړه
د نوي ژوند نوي سازونه راوړه
چې شي كوشیر پرې دړې وړې زړګى
هغه ادا هغه نازونه راوړه
د مينې اور مې د زړه كور سوى دى
راوړه د سرو شـونډو جامونه راوړه
د خيال ماشـوم چې پكې وزنګوم
بيا د اوږدو زلفو ټـالونه راوړه
د ژوندانه ربـاب مې نوى سُر كه
دې مايوس ژوند ته پـيغامونه راوړه
راځه سیلابه! د اشـنا حضور ته
ته هم د اوښكو سـوغاتونه راوړه