ملي آهنګ
ليلى پسـی ژړیږي ژړیږي
مجنون مجـنون مجنون
وطن ځنې جاریږي جاریږي
پښتون پښتون پښتون
آزاده پښتونخوا
زمونږ ده روح او سـا
ترې جار ترې فدا
ددې پـیاكې فضا
اوبه دي كه هـیوا
هر رنـځ ته دي دوا
زموږ بيرغ رپیږي رپیږي
زرغون زرغون زرغون
زمونږه شهيدان
زمونږه ماشـومان
همیش په زړو ارمان
اخر به چودريان
د ظلم خاوندان
شي كړو باندې پښېمان
په ځمكه تل غرقیږي غـرقیږي
قارون قارون قارون
دى عرض د پښتنو
د ټولو مېړنو
مجلـس ته د يونو
تر څو به يو محـكوم
له خپل حق نه محروم
تمام عمر مظلوم
زندان كې مـو تیریږي تیریږي
ژوندون ژوندون ژوندون
زمـونږ دى دا كلام
زمونږ دى دا مرام
خواص يو كه عوام
كوى نه شو سلام
غلام ته د غلام
حـرام دى دا حرام
سیلاب قلم ګړیږي ګړیږي
موزون موزون موزون