دسرو شونډو تارياك

كه اشنا را كه د توروزلفو واك
 مشتهي به شم د خوب او د خوراك
 
 كه جامه دوصال شوه زماپه غاړه
 په عالم به شم سر لوړى تر افلاك
 
 كه زما سره دلبر ګوشه نشين شي
 غمازان به واړه وتښتي چالاك
 
 كه زه پوه وى چې په دې لېونى كېږم
 ما به نه خواړه د سرو شونډو تارياك
 
 كه د مينې حرارت رهنما نه وى
 عاشقانو ته به نه وو دا ادراك
 
 زه "سېلاب" چې صاف ګړېږم صاف ژړېږم
 د يار مينه محبت دى واړه پاك