څلوريزه

تا چې ستركې په كجلو تورولې
ما د ستا له غمه اوښې تويولې
زه بې بنګو لېونى شوم هغه دم كې
تا چې سرې شونډې په پانو رنګولې

ما وړې وړې سلګۍ كړې ستا په غیږ كې
تا د سپينو لېچو تورې برېښولې
كه وصال مې نصيب شوى نه وى ياره
د هجران لمبو مې وينې خوټولې

تمامي عالم كې ستا په تهمت رنګ شوم
خلقې راپورې تا وخندولې
سیلاب خاص د خپلو اوښكو سیلاب يووړو
چې يو دم يې ته له خولې نه غورځولې