دعا

خدايه شـان لرې اوچت د پښتنو
ته ناصر يې هم نصرت د پښتنو
ښې رڼا د علم فن او اعتلا ته
خدايه ته وكړې وصلت د پښتنو
د وحـدت او قوميت مزې دي ډیرې
ته روزي كړې دا شـربت د پښتنو
الهي ټول متفق پخپل كرم كړې
چې شي لرې فلاكت د پښتنو
مرتفع لرې همیش له ټول جهانه
شجاعت ګټه ثروت د پښتنو
دا ازاده پښتونخوا لرې اّزاده
د نيكونو امانت د پښـتنو
ته يې تل تر تله وساتې خاونده
پخوانى شان و شوكت د پښتنو
جهالت ځنې بهر كړې همه واړه
تل نصيب كړې سـعادت د پښتنو
كړې درمان يې د سستې او كسالت رنځ
كړې همت توان او طاقت د پښتنو
تربګنۍ او ځانځانۍ نه چې بېزار شي
كړې پيدا داسې الفت د پښتنو
د نيكو په شان جامه كړې ته د ټولو
ننګ غيرت زېور زينت د پښتنو
چې د نورو په جیلو كې په غوغا دي
كړې تشـكيل خپل حكومت د پښتنو
د سیلاب كامه وال ستا در كې دا سوال دى
مستقل لرې دولت د پښـیتنو