چار بيته
پاڅه وغړوه سترګې سپين سبا دى
شا او خوا درته نارې وهي بلبلې
ما راوړى درته زېرى د ليلى دى
چې به تل پسې مجنونه ژړيدلې
راشئ ونېسئ غوږونه سامعانو
د قابيل او د هابيل په قصه باندې
په دنېا كې لومړنى خون و يارانو
چې هابيل ورور ګرزاوه مړ په شا باندې
ملائك شو بيا په شكل د كارغانو
يو يې مړ كه بېا يې كه دخاورو لاندې
په هر خون زنا شريك چې دى همدا دى
بېا يې خاورې پخپل ورور راواړولې
چې رحلت وكړلو شېث علېه السلام
بېا انوش شه مقرر په خلافت
چې اول يې صدقه د رب په نام
ده وركړى دى انوش په روايت
د خرما بوټى اول په انتظام
ده كرلى درته وايم حقېقت
د انوش ځنځير د عمر ګردن ستا دى
بند په بند مې په ځنځير كې وتړلې
د ادريس علېه السلام كارونه ګوره
پاك الله كه دى يوقام ته مقرر
د اوښ غوښه باقلي د سترګو توره
په هغه قام ووبند كړى پيغمبر
خياطي او خط يې كسب وو اى وروره
پلار يې خايه ګوندې غوڅ به دې كړم سر
چه اسمان لره ختلى په رښتېادى
سل ښارونه دوه اوياژبې يې كولې
د نمرود سره بې شماره وو لښكر
ابراهيم خليل الله وو په يو ځان
تښتېدو به ترې رعېتي وو كه عسكر
چې دماشو لښكر راغى لـه اسمان
يو په پوزه دنمرود شه برابر
په مغزو كې ورته ونېوه مكان
په پښتوژبه سيلاب درته ګويا دى
چې څلوېښت كاله نمرود چېغې وهلې