مورجانې !!!

ستانه زار شمه زما خوږې مورجانې!
 زما غم كې وي ستا تل اوښكې روانې
 
 نن مې زړه كې وهي ستا مينه موجونه
 خداى دې دركړي تاته واړه جنتونه
 
 تا راكړى لوى نعمت د ژوندانه دى
 لادې ايښې په ما نوم د پښتانه دى
 
 اول رادې كړه شودو كې د زړه وينه
 په كې ګډه وه د قام او وطن مينه
 
 بيا رازده دې د خداى نوم كړو مورې ماته
 چې شيبه دې فكر نه وبلې خواته
 
 ډير په مينه محبت دې لويولم
 په مزه په اللهو دې زنګولم
 
 سره بوټۍ دې يم په غيږ كې ګرزولى
 نازولى تل په مينه لوبولى
 
 ستا خوږې ژبي ورو ورو په مينه مينه
 كړه زما د ژوندانه دنيا رنګينه
 
 په زارۍ په جار قربان په اللو كې
 تا د ژوند په هنر پوى كړم په ورو ورو كې
 
 چې په ناز به دې لـه خوبه پاڅولم
 په مزه به دې د مينې پوهولم
 
 كوم خدمت دې كړم په ګوته ماته ګرانې
 ستانه زار شمه زما خوږې مورجانې!
 
 راكول به دې د ننګ غيرت درسونه
 خداى دې دركړي تاته واړه جنتونه
 
 كه د ژبې زده كړه ښكاري ډېره ګرانه
 تا رازده كړه ماته ډېره په آسانه
 
 زه دې لوى كړم په نازونو نعمتونو
 د رشتينې مور ولۍ په صفتونو
 
 چې بهر به مې لـه خولې سوې زګيروى شو
 په درزابه دې ګوګل كې ګډ زړګى شو
 
 چې سلګۍ به په وښكي زما خوره شوه
 ستا د تن په ښار به ګډه زلزلــه شوه
 
 زما غم كې تر سهاره ژړېدلې
 دډيوې غوندې مې سرته بلېدلې
 
 هم روزونكې يې زما هم پرستاره
 لاتر اوسه زما غم كې ناكراره
 
 ملادې كړوپه سر دى سپين شو په ماتم كې
 چې ټول عمر دې كړو تېر زما په غم كې
 
 زه لا هاغه شان مغرور يمه نادان يم
 ناخبره په كږو لارو روان يم
 
 زما ساه سره ستا ساه ځي پورته ښكته
 مانادان ته وې ستا اوښكې بې قېمته
 
 د اولاد د خوږې مينې قهرمانې
 ستانه زار شمه زما خوږې مورجانې!
 
 ته خورې اوس هم كرۍ شپه زما غمونه
 خداى دې دركړي تاته واړه جنتونه
 
 خجالت يم مورې تاته خجالت يم
 چې بې برخې ستا د مينې لــه خدمت يم
 
 تا په ځان تودې سړې كړې ډېرې تېرې
 ماته ګوره چې لـه سره مې كړې هېرې
 
 تاويل كمكى بچى به مې زلمي شي
 پرې پوره به مې د پاتې ژوند كمي شي
 
 دى به ونيسي د قام د خدمت لاره
 نو به فخر شي زما د ژوند لپاره
 
 خو افسوس چې زه زلمى شوم لېونى شوم
 د ځوانۍ د هوسونو سپېلنی شوم
 
 زه د ژوند په مينه مست يمه خوشاله
 د ځوانۍ په نشه ډوب ګرزم پركاله
 
 بې خبره بې پروا شومه لـه تانه
 ځوړند سرګرزم د بل څه لـه سودانه
 
 رانه پاتې ستا ارمان دى لانيمګړى
 مورې خدايږو زه دې ډېر يم پوروړى
 
 ژوند مې تېر شو رانه واړه نادانۍ كې
 قيمتي عمر مې لاړو ارزانۍ كې
 
 نن لـه شرمه ځي زما اوښكې پريشانې
 ستا نه زار شمه زما خوږې مورجانې
 
 ځكه مروړم د افسوس ځنې لاسونه
 خداى دې دركړي تاته واړه جنتونه
 
 لكه زه زما په شانتې ميلياردونه
 په نړۍ ميندو روزلي اولادونه
 
 ځنې ځنې په كې ما غوندې باغي شي
 څوك د مور تياره ژوندون ته روڼ غمي شي
 
 چې كوم ځوان د ننګ ډګر كې قهرمان شي
 بريالى د ژوندانه په امتحان شي
 
 يا چې څوك خپلو همزولو كې نامدار شي
 بس هغه د ميندو وياړ او افتخار شي
 
 هره مور د خپل بچي په غيرت وياړي
 همېشه يې سرلوړي لـه خدايه غواړي
 
 بختور به كړي د ميندو خدمتونه
 چې شېبه شېبه ترې اخلې لذتونه
 
 ډېر پښيمان په تېر عمل يم ګرانې مورې
 ستا د پښو خاورې به كړم په سترګو پورې
 
 دا باقي ژوند مې وطن ته نذرانه دى
 ستا سودا كې مې زړګى دانه وانه دى
 
 كه ستا روح او زړه په ژوند رانه خوشال شي
 نو سېلاب به هله ستا د مينې سيال شي
 
 اى په ما ټولې دنيانه مهربانې
 ستا نه زار شمه زما خوږې مورجانې
 
 بې لـه دې مې په زړه نشته آرمانونه
 خداى دې دركړي تاته واړه جنتونه