مور ګلې!

زما لپاره دې منلي تكليفونه
 مور ګلې! عمر دې ډير شه
 
   
 
 رادې كړې پۍ په مينه مينه
 د خپلې سينې
 څومره دى وچه كړله وينه
 د خپلې سينې
 زما په غم كې دې ګاللي شو ګيرونه
 مور ګلې! عمر دې ډير شه
 
   
 
 تا اللو كې راښودلې
 وفا او مينه
 ستا په شودو كې مارودلې
 وفا او مينه
 تا لا زانګو كې راكول د ننګ درسونه
 مورګلې! عمر دې ډير شه
   
 
 هره شيبه هوسيدلې
 زما لپاره
 لكه د شمعې بليدلې
 زما لپاره
 زما سلګۍ سره تا كړي فريادونه
 مور ګلې! عمر دې ډير شه
 
   
 
 تا په خوږه ژبه روزلم
 په مينه مينه
 تل دې په غيږ كې ګرزولم
 په مينه مينه
 ستا نه قربان شم ما په تا كړي نازونه
 مور ګلې! عمر دې ډير شه
 
   
 
 تا چې په ډير ناز لويولم
 وطن لپاره
 د ژوند په خوند دې پوهولم
 وطن لپاره
 د وطن مينه مې كړي وينه كې ټوپونه
 مور ګلې! عمر دې ډير شه
 
   
 
 تا پسې دويمه مور ګڼمه
 دا ښكلى وطن
 چې ورنه ځان قربانومه
 دا ښكلى وطن
 په خپلو مټو جوړوم په كې باغونه
 مورې ګلې! عمر دې ډير شه
 
   
 
 مورې د نوي ژوند نشو كې
 يو زيرى كوم
 د جمهوريت په پلوشو كې
 يو زيرى كوم
 آبادوم د ګران وطن سپيره ډاګونه
 مور ګلې! عمر دې ډير شه
 
   
 
 ستا آرمانونه اوس رژېږي
 مورجانې زما
 لويه آرزو دې پوره كېږي
 مورجانې زما
 د وطن شاړې به كړي ستا بچي ګلونه
 مور ګلې! عمر دې ډير شه