د خپلې مهربانې مور په نوم

ستا نه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 يو ځلې څه چې په زر وارې په بار بار مورې
 
 مورې زما زانګو ته تا ډير شوګيرونه كړي
 زما په غم كې دې بې شميره تدبېرونه كړي
 زما ذګېروي سره تا هم ډير فرېادونه كړي
 ته وې بېداره ما د ستا غيږ كې خوبونه كړي
 زما خدمت كې ډيرې شپې كړي تا سهار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 چې د زانګو نه د خاوپوڅو پلې پل مې وكه
 قدم قدم اوچتولو ته تكل مې وكه
 ته شوې خوشاله په وړو پاپو مزل مې وكه
 په وړه ژبه ګونګوړي اواز په چل مې وكه
 ستا په نظر مې هر عمل و ابتكار مورې
 ستا نه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 لوبو كوڅو كې چې به ما جامې خېچنې كړلې
 هم به مې سترګې د غرمو لوبو لېچنې كړلې
 پښې او خپړې به مې هر ساعت خيرنې كړې
 لمدې خشتۍ به مې په خټو كىلمنې كړلې
 تا به په مينه مينه بېا كړمه سينګار مورې
 ستا نه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 له كومې ورځې نه چې زه مورې دوه داړې شومه
 لږ غټكى شوم بوتكى شومه لوبغاړى شومه
 كلي كوڅه كې ماشومانو ته غوباړى شومه
 بس صحرانى شوم نه دكور نه ادې غاړى شومه
 نوبېا له لوبو نه شيبه نه وم وزګار مورې
 ستا نه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 د ماشومتوب د وړوكوالې دورې تيرې شولې
 ورو ورو د ژوند نوې كړۍ رانه چاپېرې شولې
 د خوشالۍ د ورځو شپې ورځې مې هيرې شولې
 نوې قصې نوې خبرې رابرڅېرې شولې
 بس راته پرانست ژوندانه نوى بازار مورې
 ستانه قربان ستا نه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 په غم لړلى خواته راغى زلميتوب زما
 د خوشالۍ ورځو ونكړ ملګرتوب زما
 ځواني هم وخوړه د مينې لينوتوب زما
 د ژوند كړاو راته درنېږي وار په وار مورې
 ستا نه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 چې د تعليم او دمكتب خواته روان شومه
 احساس مې وشو څه ناڅه چې زه هم ځوان شومه
 لا چې ور پېښ د ژوندانه په امتحان شومه
 قدم قدم كې ستا د غېږى په ارمان شومه
 ستا د كرم به كومه پاڼه كړمه شمار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 مورې! قربان دې شمه څومره مهربانه يې ته
 زما د پاره هميشه تيره له ځانه يې ته
 زما له لاسه تل غمژنه پريشانه يې ته
 زما په حق كې لا تر اوسه سرګردانه يې ته
 زه ديرش كلن شوم هم لا ستانه شوم پكار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستانه شم زار مورې
 
 ستا د سينې د مينې ډكې پۍ رودلىدي ما
 هم ستا د ميني مرغلين مزي رودلي دي ما
 زما په غم ستا د ژړا سترګې لېدلي دي ما
 ستا د دعا په بركت هر څه موندلي دي ما
 هره شيبه يم ستا كرم ته اميدوار مورې
 ستانه قربان ستا نه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 زه په هوس هوس دژوند خواته روان يمه
 ښه په مستۍ مستۍ ملګرى د كاروان يمه
 ويم چې بس پوه يمه بيدار يمه انسان يمه
 انسان لا څه چې انسانانو كې افغان يمه
 ولې بيا هم ده راته پاتې ډيره لار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 مورې په كم ژوندكې مې ډيرې غدارۍ وليدې
 دزورور مې په كمزورۍ بمبارۍ ولېدې
 د چا نه دروغ له چا مې چل او مكارۍ وليدې
 بلكې د دوه وروڼو تر منځ مې خونخوارۍ ولېدې
 د بشر ظلم كړم دژوند ځنې بېزار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 مورې بشر په خوله نارې دعدالت وهي
 لاپې د مينې د دوستۍ د شفقت وهي
 ظاهره يو بل ته سينى د محبت وهي
 دنېا ته چغې د ورورۍ د اخوت وهي
 ليكن پټ كړي د يو بل مرګ ته انتظار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 مور ګلې! زار دې شم په ژوند باندې ستومان يمه
 د بشر دغه ناكردو ته حق حېرانه يمه
 شرم راځي ژړا راځي چې زه انسان يمه
 په غړېدلو سترګو وينم كوږ روان يمه
 بس له نا كامه غوڅومه دغه لار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 مورجانې دازما ځانګړى شكايت ندی
 د يوې ورځې ېوې مياشتې حكايت ندی
 دې حساس زړه ته مې شيبه نصيب راحت ندى
 دغه غمونه دي چې جوړ زما صحت ندى
 ملي دردونه مې د شپې ساتي بيدار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 كه رښتيا وايم خپل حساس زړګي نه تنګ يمه
 هميشه ځان سره يوازې ګډ په جنګ يم
 زړه راته وايي ځم په خپلو وينو رنګ يمه
 خدايږو مورجانې د قومي خدمت ملنګ يمه
 د قام په مخکې پخپل سر نه يم ايسار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 مورجانې شكر دى تراوسه خو ناكام نه يم
 موړ يم كه وږی يم قومي درد نه ارام نه يم
 په اراده كلك يم د هر هوس غلام نه يم
 خپلو همزولو كې له چا وروسته يو ګام نه يم
 د قام او ژبې يم رښتينى خدمتګار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې
 
 مورې روزلى پښتنې يمه پښتون يمه
 په نوم پښتون نه پښتنو باندې مفتون يمه
 تا اللوكې رازده كړی ستا مرهون يمه
 ځكه پابند زه دپښتو د هر قانون يمه
 كاشكې ((سيلاب)) شي ستا ژوندون ته افتخار مورې
 ستانه قربان ستانه لوګى ستا نه شم زار مورې