غافل ته
څو به ګرځې اى ځلميه بې كمال
لږ غوږ ونېسه چه پوه دې كړم په حال
جهالت ځنځير به څو پورې را كاږې
په غفلت كن به تر څو پروت يې پركال
پاڅه وتړه ملا ټينګه كسب ياد كړه
ګټه وكړه ځان دې خلاص كړه له جنجال
دا چټي چټي خوبونه ستا سيلونه
به تا كاندي عاقبت په زړه ملال
خوشې بې كسبه ژوند سړيتوب ندى
ملتفت شه ته زما په قيل و قال
د دنيا او د عقبى توښه كړه غونډه
عاشقي كوه د پاك رحيم جلال
پيروي د محمد د دين كړه كلكه
درود وايه په نبي حسين خصال
ته هرګز بې غمه مه شه له دې كاره
باقي پاتې ده دنيا لري زوال
نيك عمل او نيك كردار كوه مسلمه
زر مړ كېږي د دنيا د ژوند مثال
كه هر څومره وي ستا عمر طويل ياره
رانړيږي عاقبت دغه ديوال
د حلالو او حرامو فرق لږ وكړه
د مظلوم حال ته خو وكړه څه خيال
اى "سيلابه" له دنيا به روانيږي
دى فقير كه شاهنشادى كه كلال