د قوميت ارزو

لاس د نصرت اوږدكړه خپل او اقربا سره
 دى په تا لازم لطف خوار او بينواسره
 
 ښايي مسلمانه تل تا لره هميش مدام
 مينه محبت رحم هر غريب ګدا سره
 
 ته چې خداى پيدا كړلې لوړ يې په هر چا كړلې
 اوس نوهر عمل كوه شرعي مقتضا سره
 
 لار د معرفت نيسه اى دانا انسانه ته
 مه غورځوه اور ته ځان خپل كبر و هوا سره
 
 خاورو نه پيدا يې ته لږ خو ملتفت شه ته
 دومره تكبر غرور نه ښائېږي تا سره
 
 كړي به د ابليس تلبيس تا رسوا په ټول جهان
 راشه فرق لږ وكړه د روا او ناروا سره
 
 مه شپيلوه غوښې د يتيم خوار او غريب مظلوم
 ندى مناسب دا كار شان او شكل ستا سره
 
 چيغه د وحدت وكه غم د قوميت وكړه
 څو به سراو كار وىستا دشت او د بيديا سره
 
 بله د عرفان ډيوه كړه د جهالت په كونج
 څو به يې دوچار وروره جهل د بلا سره
 
 سر او مال قربان كړه پيشرفت د وطن سره
 مه كوه الفت مينه غوښې او ښوروا سره
 
 مه خوښوه خيال د نفس مه غواړه عزت د ځان
 بلكه شه وصال په غم د علم ليلا سره
 
 ته ساته زلميه تل مينه محبت الفت
 دې د پلار نيكه مېراث ښكلې پښتونخوا سره
 
 مه پريده غليم دښمن دې دپلار نيكه په بڼ
 تل ساته په زړه كې عشق مسكن د بابا سره
 
 كړه د يتيمانو سره لطف شفقت رحم
 تل وى مسمى د رحم لاس يد بيضا سره
 
 اى سېلابه تل كوه حق او د وحدت نارې
 ټول كړه پښتانه راويښ پخپلې ژړا سره