د حقيقت لار

جهالت پريده لږه لار دشريعت ونيسه
 راشه په غوږ كې داخبرې نصيحت ونيسه
 
 دهمنوعانو همسنانو همسلكانو سره
 په زړه كې مېنه رښتيانۍ او محبت ونيسه
 
 په مظلومانو مسكينانو يتيمانو باندې
 درحم سيورى او منګل د شفقت ونيسه
 
 صله رحمي خداى فرمايئلې مسلمان لره تل
 په غريبانو تل نظر دمرحمت ونيسه
 
 دناروا بدو كارونه محرز اوسه تل
 بدو دودونو رواجونو نه نفرت ونيسه
 
 په عبثياتو او چټياتو مشغولتيا مكوه
 لارد خدمت د قوميت په صداقت ونيسه
 
 دچل دامونه لېندكۍ بل مسلمان ته مه ږده
 د زړه له صدقه تګ په لار د حقيقت ونيسه
 
 په خوارو زارو او بې وزلو كړه د رحم نظر
 دغه صفت دغه خصلت دغه عادت ونيسه
 
 د خداى لعنت نه كه ځان ژغورې مسلمان وروره
 رشوت خوړلو څخه وړاندې سكونت ونيسه
 
 كه دې پكار وي د دارينو كاميابي خوشالي
 كلكې منګلې په رسۍ د عدالت ونيسه
 
 ددې دنيا فاني ژوندون فاني سينګار به څه كړې
 ته عبادت د ابدي ژوندون زينت ونيسه
 
 دومره غفلت بې پروايي بايد ونكوې ته
 تل په نظر كې سوال ځواب ورځ د قيامت ونيسه
 
 دخداى رسول رضا كه غواړې له خپله ځانه څخه
 قرآن فرقان د حق باطل سره الفت ونيسه
 
 ته به د خيال په اس تر څو پورې تاختونه وهې
 جهالت بس كه لار دعلم و معرفت ونيسه
 
 د خوار غريب سره زړه سوى او همدردي پكار
 دغه عمل دغه روزګار ښه په جرئت ونيسه
 
 بداخلاقي دې دځان رنځ مهلك مرض وينمه
 ښه خوى خصلت د رنځ درمان د ځان صحت ونيسه
 
 كبر و غرور بايد هيڅ وخت ونكړې اى هوښياره
 بلكه مدام په زړه كې غم د اخرت ونيسه
 
 نفس او شيطان دې غورځوي دهلاكت كندو ته
 مقابلې ته لاس كې ډال دقنات ونيسه
 
 ((سېلابه)) تل دحق نارې پيام حق كې كوه
 خوږو شعرو لپاره خوله كې خوږ شربت ونيسه