پېغلې په سرو سترګو ژړيږي د پلرو له لاسه

عجب روزګار مې ددنيا په بحر و بر وليده
 ځوى مې د پلاره پلار له ځويه مرور وليده
 دوه ورونه ګورمه چې وي دواړه بد بين يو بل ته
 يارمې له يار سره يارۍ باندې ممتر وليده
 
 اشنايان واړه ليندكۍ ږدي همېشه يو بل ته
 ددنيا ژوند مې ورځ تر ورځې حال بتر وليده
 مېنه محبت او صداقت الفت له خلكو تللى
 ظالم له لاسه مې غريب خوار دربدر وليده
 چې دې قِران ورته ښكاره كه نوقرآن ته شا كړي
 دغه عمل مې په هر وخت په زير زور وليده
 دحق ويلو توان طاقت چې خداى وركړي ورته
 ملا صاحب مې هم ساكت پاس په منبر وليده
 
 پيغلې په سرو سترګو ژړيږي د پلرو له لاسه
 د پلرو ظلم او ستم مې په دختر وليده
 ټاكلى نرخ نلري عدل او انصاف نه كوي
 د موټروان ظلم مې لوى سرك په سر وليده
 
 عاطفه رحم لطف نشته چا كې يو بڅرى
 دهر انسان زړګى مې كلك لكه حجر وليده
 د اخرت غم او سودا نشته د هيچا سره
 ددې دنيا پسې مې هر سړى اوتر وليده
 
 د بې غورۍ له لاسه لاړ شم چاته وژاړمه
 چې مې د خپل حق په غوښتو پښتون كسكر وليده
 نن غلامان په افغانانو بمبارۍ كوينه
 ژاړم پدې چې پښتانه مې بې هنر وليده
 
 خان غفارخان او صمدخان په جيل كې شپې تېروي
 افسوس ارمان چې نورځوانان مې بې خبر وليده
 ځكه ژړيږمه همېش د عدالت په عصر
 چې ماشومان مې زخميان شوي سور ټټر وليده
 
 ((سېلابه)) نشته حقيقي امانت ګر په جهان
 دخپل طاقت پورې ظالم مې هر بشر وليده