مقام

ستا د مینې له سودا نه ملنګ زه يم
 ارماني دلبره ستا د پالنګ زه يم
 
 ته په ځاى باندې خنديږې لكه شمع
 چورليدونكى سرګردانه پتنګ زه يم
 
 ته بېغمه په بستر كوې خوبونه
 سپي رقيب سره په كړس او په جنګ زه يم
 
 ټول هډوكي خو زما زرې زرې دي
 چې لويدلى د هجران له ګړنګ زه يم
 
 اى نګاره د وصال جامونه غواړم
 خاص ګدا دې په اميد د قلنګ زه يم
 
 ((سيلاب)) وايي كه عشقي پهلوان غواړې
 ستا په مينه پهلوان او اورنګ زه يم