حــق

څوك چه تل وايي كلام خبر د حق
 هميشه به وي نيكنام په در د حق
 
 حق ويل او حق كول اسلاميت دى
 بيا هم غوره دى اسلام په در د حق
 
 حق ريښتيا ويل خاصه د مسلمان ده
 تجلا كړى دا اعلام په در د حق
 
 حق ويل دي د دارينو سر خرويي ده
 مال او سردې كړه ليلام په در د حق
 
 حق وزر او حق هنر او حق كمال دى
 هر سړى كوي سلام په درد حق
 
 حق رڼا او حق بريښنا او حق جمال دى
 هرګز نه راځي ظلام په درد حق
 
 حق نه غير كه څوك قدم واخلي بل خواته
 وى هغه به تل ناكام په درد حق
 
 حق په لياره كه هر څومره منډې وكړې
 حسابيږي ستا هرګام په درد حق
 
 حق وينا لپاره توان له خدايه غواړم
 رسومه دا پيغام په درد حق
 
 حق به وايم حق به ښايم حق به ستايم
 د ((سيلاب)) دى دا مرام په درد حق