خودمختاره كج رفتاره شه منصف

خداى لپاره ګرانه ياره شه منصف
 آى ټګماره جفاكاره شه منصف
 
 خپله نفع چې د بل په زيان كې ويني
 اى هوښياره اى هوښياره شه منصف
 
 جال د چل د ى غوړولى ورور عزيز ته
 په تاوان يې روا داره شه منصف
 
 خوار غريب تل ربړوي شپيلوي غوښي
 اى ملكه قريه داره شه منصف
 
 دمظلوم په ستوني خيژي مړوي ځان
 اى سپين ګېرى خان نامداره شه منصف
 
 دعسكر كمه تنخوا كې برخه غواړي
 تاته وايم منصبداره شه منصف
 
 خوب لپاسه دچوكۍ حرام وبوله
 اى ووزګاره اى بيكاره شه منصف
 
 دمسكين په حال د رحم منظر بويه
 اى د ظلم ټيكه داره شه منصف
 
 تكبر غرور نيشه مهلك مرض دى
 ګرانه وروره كلانكاره شه منصف
 
 د اصيلو خرڅولونه لاس واخله
 محترمه دلور پلاره شه منصف
 
 چې په توره شپه ګرځيږي غلى غلى
 غلچكيه بد كرداره شه منصف
 
 غېر حق كور او نسب بدناموي خپل
 بدافعالو كې سالاره شه منصف
 
 په ((و حرم الربى)) عمل واجب دى
 راشه راشه دنيا داره شه منصف
 
 دفروش كاڼي دې كم د خريد زيات دي
 اى غداره دكانداره شه منصف
 
 چې قانون ديموكراسۍ ته غاړه نږدي
 خودمختاره كج رفتاره شه منصف
 
 زه (سېلاب)) همېشه داچيغې وهمه
 ګرانه وروره بد روزګاره شه منصف