تاته وايم
وروره ونيسه لږ غوږ په نصيحت
تاته وايم څو خبرې حقيقت
فكر وكړه نبيان څه شو وليان څه شو
غره مه شه ددنيا په زور دولت
استغنا او تكبر غرور ونكړې
پاتې كيږي تخت و تاج او سلطنت
زورو ظلم و نا روا پسې هاندمكړه
پښيمان به شې پدې خوى او خصلت
دا بازارد دنياګۍ فاني فاني دى
هرګز مه ساته لدې سره الفت
كسب كار او عمل ښه دى په جهان كې
خو ځان وژغوره له سود له و رشوت
دا هم شرم د دنيا هم د عقبى دى
بايد وكوې له دې څخه نفرت
غلا زنا قمار بيل بيل لويه ګناه ده
بيا په واړوكې ممتاز دى لواطت
څله مست يې د دنيا په اعتبارته
چې دې هير دي نعمتونه د جنت
كه دټول جهان دولت او قوت ستاشي
هم ته نه وايې چې بس دى داقدرت
چې تنها لدې بازاره كډه بار كړې
پس له هغې به دې وشي قناعت
اى ((سېلابه)) ګوته بل ته نيوه كيږي
هيچا ونه وايه ځانته ملامت