مست او مغرور ته

ځوانه تا به بيكاري كاندي خراب
 تابه دا كلانكاري كاندي خراب
 ته چې دومره د نا اهلو سره خوښ يې
 تا به دغه سالاري كاندي خراب
 
 څوك چې نكوي نظر ابدي ژوند ته
 عاقبت به يې ناچاري كاندي خراب
 لوچكي او بيباكي خو بد عمل دى
 ښه ځوانان دا بيماري كاندي خراب
 
 د عبثو او نادودو كسب مكړه
 چې به تا دغه خواري كاندي خراب
 غلا كول څومره بد فعل بد كردار دى
 ځوانه تا به دا كاري كاندي خراب
 
 ته چې شوې بد اخلاقۍ په نوم داغدار
 تا به داسې داغداري كاندي خراب
 كوږو ووږ په كرشمه چې ځې په لار ته
 تا به دا كج رفتاري كاندي خراب
 
 داسې مست او زورور وايه په څه يې
 ښه ژوندون بد روزګاري كاندي خراب
 د شيطان خواهش چې تل تامينوې ته
 خدېږو تا به شل وارې كاندي خراب
 
 ورور عزيز ته چې بدبين او بد نظر يې
 تا به خپل ټګماري كاندي خراب
 چې په خوار غريب هميش جبر ستم كړې
 ظالم خپله جباري كاندي خراب
 
 اى ((سېلابه)) چې بې عشقه شعر وايي
 تا به خپله شاعري كاندي خراب