د شكايت يوه پرده

بې وفا دي بې وفا دي ياران اوس
 كه دوستان دي كه خپلوان عزيزان اوس
 
 كه دوستي كه اشنايي كه خپلولي ده
 خرابيږي د دنيا په تاوان اوس
 
 ټګماري غداكاري جفا كاري شوه
 خديږو نلرم په هيچا ګمان اوس
 
 ځوى پدر او پلار پسرته بدبين وينم
 دغه كار دى هر انسانته عيان اوس
 
 ورور د ورور سره په سمه لياره نه ځي
 دا روزګار دى په جهان نمايان اوس
 
 شاګرد نه ادا كوي حق د استاذ
 څوك به څه ګيله كوي له نادان اوس
 
 بد بېني خو د پسندي بې اتفاقي شوه
 وروسته كيږي له منزله كاروان اوس
 
 بد دودونه رواجونه يې ورك نكړه
 بې پروا دي بې پروا دي ځوانان اوس
 
 نېكې لارې ته ميلان دهيچا نشته
 خاص د ډول او د سورني دى دوران اوس
 
 نصيحت پند يې په هېچا اثر نه كه
 ميا ملا شيخ او صوفي دى حيران اوس
 
 د وطن اوقام غمونو ليونى كړم
 ((سېلاب )) ګرزم غريب څېرې ګرېوان اوس