اجتماعي درد

لويه خدايه لـه نيستۍ مې ورك شه خواب
 نور لـه دغې بې وسۍ نلرم تاب
 زورور او معتبر مې زوروي تل
 د ظالم لـه ظلمه ګرځم حال خراب
 
 چا ته وژاړم په كوم منصف عرض وكړم
 څوك به لرې كړي لـه مانه دا عذاب
 كوم عادل به غورسي زما دخوار كړي
 كوم منصف به په ظالم وكړي عتاب
 عريضه دحقرسۍ چاته كړم وړاندې
 چاته وكړم سوال زاري حساب كتاب
 همېشه دبل محنت او تكليف ګالم
 تل مې ايخى وي لاس بل ته په ركاب
 
 د ژوندون هره لحظه زحمت درنيږي
 سمندر د انديښنو كې يم غرقاب
 بله چاره بله لياره زما نشته
 تانه غواړم ليار دحق او د ثواب
 
 دا مې سوال په حق د ځان دى هم د قام
 په دنيا او په عقبى مې كړې كامياب
 لويه خدايه ته يې تل تر تله كاندې
 په رڼا دحق شاداب زړه د سېلاب