د مظلوم ژړا

د اسويلي سره راځي وېنې رودونه زما
 خداى ته ښكاره دي د دې پټ زړګي زخمونه زما
 هيڅوك نه اوري دا نارې او فريادونه زما
 د سـوي زړه لـه سوزه ډك پك اوازونه زما
 مظلوميت كې ځانته ځانته ډرامې دي زما
 سوې نارې سوې نغمې او زمزمې دي زما
 سيټ دولت من او باى هيڅ نه اوري ژړا زما
 قاضي حاكم دواړه په حال دي نابينا زما
 
 د ژوندانه هره ګړۍ په غم تيريږي په ما
 د ظالم ظلم وار په وار خلكه زياتيږي په ما
 د خان ملك د تواچي حكم درنيږي په ما
 د حوالدار او رسالدار لخته تيزيږي په ما
 دميا ملا شيخ او صوفي فرمان چليږي په ما
 د كلټر او بيك د ظلم بار بارېږي په ما
 
 په غريبۍ او بيكسۍ نكړي پروا زما
 قاضي حاكم دواړه په حال دي نا بينا زما
 الهي زړه باندې پراته دي ارمانونه زما
 په اوږو دروند پيټي پراته دي ډير غمونه زما
 د سوز نه ډكې دي صحنې د زړه رګونه زما
 قطار قطار دي په زړګي سوي داغونه زما
 مال مې غصبيږي وهل كيږم كور تالا زما
 قاضي حاكم دواړه په حال دي نابينا زما
 
 خدايه غريب شوم هرسړى كوي خپل كار په ما
 مرزا مامور انجاموي ايګار بيګار په ما
 هر زورور كوي خدمت شام سهار په ما
 د حوالو او بيګارونو نشته وار په ما
 خداېږوژوندون خو نور سختيږي وار په وار په ما
 ډېر تكليفونه زحمتونه دي انبار په ما
 
 هيڅ نپوهيږم څه قصور دى څه ګنا زما
 قاضي حاكم دواړه په حال دي نابينا زما