خانه مه آخله ښيرې ازار دچا

راشه مه كوه ظلم و اجبار په چا
اى ملك صاحبه ستا نه مې خواهش دى
مه كړه مه كړه ته ايګار بيګار په چا

اى قاضي مفتي جنابه خبر دار شه
كوه عدل مه شه ته قهار په چا

اى ماموره اى حاكمه سركاتبه
هر ګز رانه وړي د نفس فشار په چا

ګودامداره تحويلداره انصافداره
عدل وكړه باقي نكړې بار په چا

زور وره معتبره تاته وايم
چې ونكړې دستم اختيار په چا

سوال ځواب به ددې ظلم لـه تا وسي
كه دې كړى دى ډيركم مقدار په چا

بس كړه بس كړه ظلم بس كړه مسلمانه
خداى لپاره مه شه ته جبار په چا

لاس په سر شه له رشوت او سود و غلانه
ګرم نكړې د ستم بازار په چا

ددنيا ژوندون ډېر لږ دى كه پوهېږې
پام كوه ونكړې هيڅ ناتار په چا

دا جهان فاني فاني دى اى هوښياره
راشه مه باروه هيڅ اضرار په چا

د (سېلاب) صافي وينا كه يې تر غوږ شي
بيا به ونكړې غرض هوښيار په چا