داسې رنګه شاعران به رب له څه وايي

دا بدكاره انسانان به رب لـه څه وايي
 دا ددې دنيا ټګان به رب لـه څه وايي
 
 چې شاهي مجلس كې ناست وي حق نه وايي
 دغه رنګه عالمان به رب لـه څه وايي
 
 چې لـه خدايه نه ويريږي نه شرمېږي
 په رشوت عاشق قاضيان به رب لـه څه وايي
 
 چې دكبر د غرور په چوكۍ ناست وي
 بد اخلاقه حاكمان به رب لـه څه وايي
 
 چې تر مېاشتې ټالوي د ګړۍ كار دوى
 دامامور او كاتبان به رب لـه څه وايي
 
 بىمحصوله مال پريږدي محصولې نيسي
 تالاشۍ ملازمان به رب لـه څه وايي
 
 چې پنځه چاركه ستا خېژوي من دوی
 ګودام دار اودړويان به رب لـه څه وايي
 
 د كمزوري پښه چې ماته كړي ظالم لـه
 دا بې ننګه ملكان به رب لـه څه وايي
 
 چې لپاره د مظلوم همېش بلا وي
 دا سپېن ږيري دا مشران به رب لـه څه وايي
 
 چې نه لمونځ او نه اودس نه نېك عمل كړي
 دا چتي نيشه ځوانان به رب لـه څه وايي
 
 چې تسكوره په پردۍ پولې ته نېسي
 بې انصافه دهقانان به رب لـه څه وايي
 
 بې پيسو مرېض چې نه ګوري لـه كبره
 طبېبان او ډاكتران به رب لـه څه وايي
 
 مس اوجس چې د سرو زرو په نرخ پلوري
 قسم خوره زرګران به رب لـه څه وايي
 
 ډير مالونه شاځلميان خو دوى تلف كړه
 دا چرسيان موټروانان به رب لـه څه وايي
 
 پيغله او كونډه چې دوى نه پرېږدي اختيار لـه
 داسې شان مسلمانان به رب لـه څه وايي
 
 په بېنا سترګو چې ړوند په غوږوكوڼ وي
 هسې رنګه امران به رب لـه څه واي
 
 چې مدام د چاپړوسۍ غزلې وايي
 داسې رنګه شاعران به رب لـه څه وايي
 
 دا نايانو لـه كافي لږاشارت وي
 ګوندې مار اوشيطانان به رب لـه څه وايي
 
 آى سېلاب دا رشتيا ويل ترخه دي
 سود خواره او خونكاران به رب لـه څه وايي