د پېغلې ګيله
دغم كوټه كې زه ژړيږم تر سهاره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
مسلمانانو خداى لپاره داڅه حال دى
چې خرڅولو ته مې خپل دادا دلال دى
دې له نه ګوري چې بزاز دى كه كلال دى
فقط دا وايي چې پېسې راله وشماره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
عمر تنها په ما تيريږى دا ژوندون څه كړمه
چې غير له دين رواج چليږي دا پښتون څه كړمه
چې خداى ج رسول ص پرې خفه كيږي داقانون څۀكړمه
بېلتانه وايستم دهمزولو له قطاره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
پلار مې دځان ځينې ساز كړى لوى تجار دى
چې نن زما خرڅون ته ده كړى اختيار دى
زما خرڅون ته يې جوړ كړى لوى بازار دى
هيڅ نه شرمېږي له غني پروردګاره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
له خپل ژوندون ځينې ما وانه خېست خوند خدايږو
چې وي مدام جدا له ياره ندى ژوند خدايږو
لاكن دادا زما اوس كړيدى څوګند خدايږو
چې څو وانخلي ترې غله دوه نيم خرواره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
د پاك الله په در كې زه دا مناجات كوومه
دا خپل عرضونه په دربار دهغه ذات كوومه
خاص له دادكه ځنې زه داشكايات كوومه
ورشه سېلاب په دې خبر كړه آى ريباره
شومه ناقراره د لاسه د هجران