موجونه

بيا وهي موجونه
په ګرېوانه اوښكې زما

ستا تصور چې خيال ته راشي
زړګی مې پړينګ شي په ژړا شي
وسوم له بېلتونه

وړې وړې سلګۍ وهمه
ستا مركې را يادومه
بيا راغله غمونه

د مينې ساز راته غږېږي
آشنا مې بيا په زړه ورېږي
رايې كړه داغونه

د غلچكي نظر تاثير دى
پوى شوم همدغه مې تقدير دى
يار كوي نازونه

سېلابه وسوم ډېرې مينې
راځه راځه كه حال مې وينې
واخله سلامونه

په ګرېوانه اوښكې زما