د پېغلې ګيله

اوسمه عالمه د دنېا له دې ګردون ځنې
 تير له دې ژوندون ځنې
 سرو وېنو رودونه مې روان دي له لړمون ځنې
 تير له دې ژوندون ځنې
 
 زه بندۍ اسيره يم
 تل غمو كې ګيره يم
 زړه باندې زهيره يم
 لاړه شمه چا له فريادۍ زه له بېلتون ځنې
 تير له دې ژوندون ځنې
 
 پلار زما ظلمونه كړي
 بد بد رواجونه كړي
 نامشروع كارونه كړي
 كله به شي ورك بد رواجونه له پښتون ځينې
 تير له دې ژوندون ځېنې
 
 شوم زړه د پلار په كور
 يم مړى په ژوند دګور
 نشته څوك زما غمخور
 ګرځم كر او كور د غمازانو د لمسون ځنې
 تير له دې ژوندون ځنې
 
 پلار مې سيم او زر غواړي
 مال د لور په سر غواړي
 ماخاص در پدر غواړي
 زه لېلاى همېش جدا ګرځيږم له مجنون ځنې
 تير له دې ژوندون ځنې
 
 وايي به افغان ځانته
 ښه ننګيالى ځوان ځانته
 حق بېن مسلمان ځانته
 نه ورځي حيا د خوېندو لوڼو له خرڅون ځنې
 تير له دې ژوندون ځنې
 
 ژوند دى په زندان زما
 عمر په خفګان زما
 ظالم خانه دان زما
 شوه ظاهر سېلابه عاشقي ستادې مضمون ځنې
 تير له دې ژوندون ځنې