(غيرحاضري مه كوه)

راشه ځلميه دا بې ځاىه كلانكاري مكوه
 د لچكانو احمقانو سالاري مه كوه
 
 لچكه بې ځايه ګرځيدو كې دې تاوان وينمه
 غرېب سړى يې دبدبه او بې كاري مه كوه
 
 نيك عمل وكړه چې بې برخې له ايمانه نه شې
 هميشه بد او وران كارونه ازاري مكوه
 
 تاسره كېږي د زرې زرې حساب په محشر
 اى د كانداره بې نرخي او بې لاري مه كوه
 
 مخ كې دې ورځ ده دجزا او د حساب راتلونكې
 ماموره وروره راشه دا رشوت خوري مه كوه
 
 اخلې للمې او بيا مامور ته ګډوله وركوې
 خانه خرابه ګودامداره غداري مه كوه
 
 د مېز په سر درته كارونه ټول ويجاړ پراته دي
 اى محترمه وكړه كار سودا ګاري مه كوه
 
 تاپه وهلو ماشومان كړه له مكتبه فرار
 ګرانه معلمه داسې ظلم جباري مه كوه
 
 چې د شوراى لوړې چوكۍ ته قام راوليږلې
 وكړه خدمت په صداقت غېر حاضري مه كوه
 
 شهادت نامه او پاس پلاس نلرې تاته وايم
 اى كمپوډره بې تعليمه پېچ كاري مه كوه
 
 اى مسلمانه د اسلام په لاره سم شه روان
 د دولت من او دظالم طرفداري مه كوه
 
 كه ته رضا د پاك مولى غواړې له ځانه څخه
 نو بيا هرګز د نفس شيطان تابعداري مه كوه
 
 راشه سېلابه كامه واله نصيحت مې واوره
 غېر له رښتيا او حق ويلوشاعري مه كوه