دزړه تڼاكه
وركه شې نيستۍ په تا كې شل زره غمونه دي
هرې پولې لاندې راته ايخي پيغورونه دي
وركه شې نيستۍ ملك او خان مې څه پروا نكړي
زه يمه نيستمن هيڅوك زما ځنې حيا نكړي
دا قاضي حاكم هيڅ ترحم په حال زما نكړي
وګوره سپيانو بيا راوړي براتونه دي
وركه شې نيستۍ په تا كې شل زره غمونه دي
وركه شې نيستۍ چېرته جرګه كې كېناستى نه شم
بيا كه چيرته كينم زړه ور زه ګړيدى نه شم
خان ملك په مخ كې خو هيڅكله غږيدى نه شم
ټول بركت ستا دى چې ګډ وډ زما فكرونه دي
وركه شې نيستۍ په تا كې شل زره غمونه دي
وركه شې نيستۍ تا كړم بهر جم د سيالانو نه
تا كړمه جدا له خپلو ورونو عزيزانو نه
تا كړمه كم سياله تربورانو همزولانو نه
حرف په حرف مې واړه په زړګي باندې داغونه دي
وركه شې نيستۍ په تا كې شل زره غمونه دي
وركه شې نيستۍ ووم غيرتمن تا بې غيرت كړمه
تا د همزولانو په ټولي كې خجالت كړمه
تازه بې همته بې قوته بې طاقت كړمه
ستا له لاسه مات ګوډ مې واړه اندامونه دي
وركه شې نيستۍ په تا كې شل زره غمونه دي
وركه شې نيستۍ دستا له لاسه نا قرار يمه
څو به زه ګدا د بل د در د ستنې تاريمه
څو به د پردوزړوكالو ته انتظار يمه
وايي سيلاب وايي غونډ په زړه مې ارمانونه دي
وركه شې نيستۍ په تا كې شل زره غمونه دي