څه خوښوم
چې چاپړوسي نه كړي هيڅ وخت دا شاعران خوښم
چې ويده كام بيدار وي هغه زلميان خوښوم
چې صداقت فعاليت په وظيفه كې لري
داسې باذوقه باهمته كارداران خوښوم
چې د ظالم له پنجو تل مظلوم غريب خلاصوي
داسې د حق او حقيقت طرفداران خوښوم
د نا روا بدوكارو نه چې اعراض كوي تل
هغه مصلح متدين مسلمانان خوښوم
رشوت تحفې قلماني نوم چې له ملكه كړي ورك
داسې مامور داسې حاكم داسې قاضيان خوښوم
چې تل نظر دجامعې نفعې ترفيع ته لري
داسې خواخوږي وطن دوست زمامداران خوښوم
د خيانت غدر اثر چې پرې تاثير نلري
هغه قانون هغه ژوندون په هر زمان خوښوم
زاغ و زغن غير و غماز چې په كې لاس نلري
هغه ګلزار هغه ګلشن هغه بوستان خوښوم
چې تل دحق او حقيقت په لار كې سر وركوي
داسې باننګه او باغيرت شجاع ځوانان خوښوم
((سېلاب)) صافي يمه هميش صافه ژړا كومه
دحق په لار كې مې سر لاړ شي ګورستان خوښوم