هلال احمر
څوك چې په خوارانو باندې رحم مرحمت كوي
يا د مسكينانو سره لطف شفقت كوي
يايې حال احوال باندې زړه سوي او يا دقت كوي
ګويا چې د خداى لپاره زهد عبادت كوي
شته ورته جزا او مكافات د پاك رحمن سره
څوك چې كوي لطف كرم تل د خوار ناتوان سره
څوك چې تل هميش نظر د رحم په خوارانو كړي
بل همېش پرسان دمظلومانو مسكينانو كړي
يا مرسته كومك د بيوزلو يتيمانو كړي
خداى به يې حساب له نيك ټولی د صالحانو كړي
شكر شوه چې تاسيس شوه موسسه هلال احمر په نوم
بل يې شاهزاده احمد شاخان شو دافسر په نوم
دا موسسه مونږ ته ډير قدر اهميت لري
بلكې ددې مرسته مسلمان سره زينت لري
څوك چې په خوارانو باندې رحم مرحمت لري
خداى دې په تمام جهان فلك پشان اوچت لري
دا موسسه ده علامه د كاميابۍ زمونږ
دا كړي اشارت او دلالت په ابادۍ زمونږ
كاندي شركتونه هر مسلم صميمانه په كې
ډير لري اجرونه د اخلاص يوه دانه په كې
ټول ښكاره كوي د پاك نيتونو نشانه په كې
ځكه كړي شركت پېغلې تور سري زنانه په كې
جوړه شوه ټولنه د خوارانو غورسۍ سره
شكر چې نظر كېږي د خوارو بې وسۍ سره