د عياشانو په نوم يوه چټۍ
چې تكبر غرور لري هغه هوښيار نه بلم
چې خوار غريب تل ربړوي هغه دلدار نه بلم
مينه محبت الفت چې نلري همسلكو سره
داسې دانا داسې حكيم سړو كې شمار نه بلم
چې د عقبى د توښي غم بڅرى نكوي دى
داسې انسان د انسانانو په قطار نه بلم
چې دوطن خدمت يې ځانته فرض بللى نه وي
دا بې پروا عياش زلمى هرګز بيدار نه بلم
د جامعې نفعې بهبود پسې چې هڅه نه كړي
هغه اشخاص هرګز منصف او انصافدار نه بلم
چې دوطن له غمه وينې دزړګي خپلې خوري
قند اوګلاب خوري زه يې هر آينه خونخوارنه بلم
د مسلمان په حال چې رحم ترحم نلري
په تش فيشن ډول يې خداېږو چې غمخوارنه بلم
چې دين مذهب قام او وطن ترقي خوا نه ووسي
كه فيلسوف وي زه ((سېلاب)) يې كمالدارنه بلم