غزل
اى ياره بيا- اى ياره بيا
غمونودې زه كړمه نا قراره بيا
اى ياره بيا - او اى ياره بيا
ستا غم صنم هر دم صنم
رسوا كړم په عالم صنم
ناچار كړمه ستا مېنې سردوباره بيا
اى اياره بيا - او اى ياره بيا
جانان مې يې ارمان يې
درنځ دارو درمان مې يې
يو ځل په پرسان راشه خداى لپاره بيا
اى ياره بيا - او اى ياره بيا
شېن خال لرې سور شال لرې
فقط هلال جمال لرې
وصلت غواړم قربت غواړم نګاره بيا
اى ياره بيا - او اى ياره بيا
كه خوار يمه كه زار يمه
په هر صورت ستا يار يمه
سېلاب له خولې نه وخته كوكاره بيا
اى ياره بيا - او اى ياره بيا