غزل

قسم دى قسم دى ناچاره يمه
 وصال ته دې تل انتظاره يمه
 
 نګاره نګاره پرسان مې وكه
 ريباره ريباره درمان مې وكه
 
 د مېنې ګلزاركې بېماره يمه
 وصال ته: دې تل انتظار يمه
 
 ملنګ يم ملنګ يم صنم ستا د در
 پتنګ يم پتنګ يم ګلفم ستا د در
 
 دغېرو غماز منت باره يمه
 وصال ته دې تل انتظار يمه
 
 نزاكت نزاكت دې واړه منم
 ولايت عدالت دې دواړه منم
 
 د هجر پنجرو كې حصار يمه
 وصال ته دې تل انتظار يمه
 
 زلفانو زلفانو تړلى سېلاب
 چشمانو چشمانو خوړلى سېلاب
 
 خوشاله په دې هزار باره يمه
 وصال ته دې تل انتظار يمه