ملي اهنګ ، غزل
وخت د بهار دى بورا ترې جار دى
پښتونه پاڅه موسم دكار دى
هله له بوټو واخله عبرت
وكړه سرعت وكړه وحدت
نوى چغار دى نوى روزګار دى
پښتونه پاڅه موسم د كار دى
ويښ شه غافله نوى دوران دى
نوى جهان دى نوى ګذران دى
نوى ګلزاردى نوى مليار دى
پښتونه پاڅه موسم دكار دى
نوې هوا شوه نوى ژوندون دى
هره خوا ګورم وطن زرغون دى
دشت كه كوهسار دى نوى سېنګار دى
پښتونه پاڅه موسم دكار دى
بلبل نارې كړي سېلابه پاڅه
وطن ګلزار كړه له خپله لاسه
كاروان تيار دى هله ستا وار دى
پښتونه پاڅه موسم دكار دى